پنجشنبه, فبروري 12, 2026
پنجشنبه, فبروري 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایران خپلو اټومي تاسیساتو ته د نړیوالو مفتشانو د بیا اجازې شرط وړاندې کړی

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې مشر د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې د مفتشانو د راستنېدو اجازه له دې شرط سره تړلې، چې دا اداره په تېر دوبي کې د ایران پر اټومي تاسیساتو د اسراییل او امریکا د حملو په اړه خپل دریځ واضح کړي. ایراني رسنیو د ایران د اټومي انرژۍ ادارې د رییس محمد اسلامي له قوله راپور ورکړی، چې وايي، د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مفتشان باید لومړی د دې حملو په اړه خپل دریځ واضح کړي او له هغه وروسته به تهران پر دې غور وکړي، چې دې زیانمنو اټومي تاسیساتو ته د ملګرو ملتونو مفتشان پرېږدي که نه. د تېر کال په دوبي کې د اسراییلو او متحدو ایالتونو په حملو کې د ایران ځینې اټومي تاسیسات زیانمن شول. د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي له رویټرز خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي، چې له درېیو زیانمنو تاسیساتو نظنز، فردو او اصفهان پرته دا اداره د ایران نورو ۱۳ اټومي تاسیساتو ته لاسرسی لري.

- Advertisment -spot_img