د طالبانو تر ولکې لاندې د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې هند د سرطاني ناروغانو د ملاتړ په موخه له افغانستان سره د سرطان ضد ۱۸ قلمو درملو مرسته کړې ده. د یاد وزارت پر وینا، دغه درمل، چې ۷۷۶ کارټنه او ۷۵۸۶ کیلوګرامه وزن لري، د هند له لوري د بشردوستانه مرستې په توګه د سرطاني ناروغانو د ملاتړ او د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا په موخه دغه وزارت ته وسپارل شول. همدارنګه، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت رهبرۍ د هند له دې همکارۍ څخه د مننې تر څنګ، یاده مرسته د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره حیاتي بللې او ټینګار یې کړی، چې دغه درمل به د تخنیکي او کنټرولي پړاوونو تر بشپړېدو وروسته اړوندو روغتیايي مرکزونو ته ووېشل شي.



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)