یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

سوشیلا کارکي د نیپال لومړۍ وزیره شوه

نیپال کې له تاوتریخجنو لاریونونو وروسته د سوشیلا کارکي په نوم یوه ښځه چې پخوا قاضي‌القضاته وه، د دغه هېواد د لنډمهالې لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل شوې ده. د الجزیرې په یوه راپور کې راغلي، چې د نیپال پخوانۍ قاضي‌القضات سوشیلا کارکي د تېرې اوونۍ له خونړیو لاریونونو وروسته د دغه هېواد د لنډمهالې لومړۍ وزیرې په توګه وټاکل شوه. سرچینه کاږي، د نیپال د ولسمشر رام چندرا پوډل دفتر د ۷۳ کلنې سوشیلا کارکي د ټاکلو اعلان وکړ او په دې سره نوموړې لومړۍ ښځه شوه، چې د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په توګه ټاکل کېږي. په راپور کې راغلي، چې په نیپال کې د تېرې اوونۍ لاریونونو کې ۵۱ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او له ۱۳۰۰ ډېر ټپیان شوي دي. د راپورونو له مخې، په نیپال کې پر خواله رسنیو تر بندیز لګېدو وروسته خلکو لاریونونه ترسره کړل، چې په پایله کې لومړی وزیر استعفا کولو ته اړ شو.

- Advertisment -spot_img