دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې وزګارۍ زرګونه ځوانان سوالګرۍ ته اړ کړي

یو شمېر کابل ښاریان ادعا کوي، چې دا ورځې د دې ښار په بېلابیلو بازارونو کې د سوالګرو شمېر بیا ډېر شوی دی. دوی زیاتوي، سوالګرو چې ډیری یې د دوی په خبره ځوانان دي او په بازارونو کې ګرځي ورته یې ویلي، د بې کارۍ له امله سوال کولو ته اړ شوي دي. د ځوانانو د چارو یو شمیر فعالان وايي، په افغانستان کې بیکاري یو لوی ناورین دی او باید د طالبانو حکومت یې د حل لپاره عملي اقدامات وکړي. د پلازمېنې کابل یو شمېر اوسېدونکي ادعا کوي چې بیکارۍ خلک په ځانګړي ډول ځوانان سوال کولو ته اړ کړي دي. کابل ښاریان زیاتوي، چې یاد ځوانان د طالبانو له ځواکونو په پټه، په بازارونو کې او په دوکانونو ګرځي او دا یې ورته ویلي، چې د بې کارۍ له امله سوال کولو ته اړ شوي دي. د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء د اقتصادي معاونیت دفتر د تېر زېږدیز کال په اکتوبر میاشت کې ویلي وو، چې دوی د افغانستان له نهو ولایتونو له ۶۲ زرو زیات سوالګر ټول کړي دي. په دې اړه وړاندې ویل شوي وو چې له دې شمېره د پاسه ۲۷ زره یې مسحق او پاتې نور یې مسلکي سوالګر، یتیمان او په نشه يی توکو روږدي وو. دوی دا هم ویلي وو چې مستحق سوالګر د یو سیستم له لارې د افغاني سرې میاشتې ټولنې ته معرفي کېږي چې په میاشتني ډول به ورسره مرسته کېږي.

- Advertisment -spot_img