چهارشنبه, جنوري 14, 2026
چهارشنبه, جنوري 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات کې یوه کارخونه د ورځې ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي

هرات کې د «خواجه عبدالله انصاري» صنعتي شرکت مسئولينو خبر ورکړی، چې دغه کارخونه هره ورځ ۱۰۰۰ دیګونه تولیدوي، چې په‌کې ۵۰۰ دیګ‌بخار او ۵۰۰ د چدن دیګونه شامل دي. د دې شرکت مسئول سیدعبدالناصر مودودي ویلي، د فابریکې تولیدات نه یوازې د هېواد د کورني بازار اړتیاوې پوره کوي، بلکې د نړۍ ۱۰ هېوادونو ته هم صادرېږي. د مودودي پر وینا، د تولید ټول پړاوونه په هېواد کې دننه کېږي او خام مواد یې، د فلزي ضایعاتو له بیاځلي پروسس څخه ترلاسه کېږي. هغه زیاتوي، دامهال د دغې کارخونې له لارې له ۲۵۰ څخه ډېر کسان په مستقیم ډول او شاوخوا زر کسان په غیرمستقیم ډول پر کار بوخت دي. دغه صنعتي پروژه د هرات د تولیدي سکتور په کچه د یوې بریالۍ بېلګې په توګه ګڼل کېږي، چې د کورني تولید د پیاوړتیا ترڅنګ د صادراتو د پراخېدو لامل هم ګرځېدلې ده.

- Advertisment -spot_img