ځايي چارواکو په ننګرهار ولایت کې ویلي چې د تورخم په دروازه کې ۷۰ کیلوګرامه «اَم» نیول شوي دي. د مسؤلینو په وینا، دغه اندازه مېوه د کډوالو په لېږدوونکي موټر کې په پټه ځای پر ځای شوې وه. عبدالستار محمد، د ننګرهار د کرنې رئیس، ټینګار کړی چې دا مهال له پاکستان سره سوداګري درېدلې ده او ښاریان باید د مېوو او نورو سوداګریزو توکو له واردولو څخه ډډه وکړي. هغه زیاته کړې چې په اوسنیو شرایطو کې د تورخم له لارې د سوداګریزو توکو هر ډول لېږد د موجوده لارښوونو خلاف ګڼل کېږي



![[000098]](https://sedayedarya.tv/pa/wp-content/uploads/sites/8/2026/08/000098-251x300.png)