د ایران له جګړې او د هُرمز تنګي له تړل کېدو وروسته، د افغانستان هوايي شرکتونه لکه اریانا افغان هوايي شرکت او کامایر د تېلو یا سون موادو له کمښت سره مخامخ شوي دي. د دغو شرکتونو استازو د طالبانو د سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره د دې ستونزې د حل لپاره خبرې کړې دي. د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، چې نورالدین عزیزي د کورنیو الوتنو د ټکټونو د بیو پر کنټرول ټینګار کړی دی. هغه همدا راز سعودي عربستان ته د حاجیانو د لېږد بهیر ته په اشارې، له هوايي شرکتونو وغوښتل چې مسافرو ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړي. تر اوسه «د اریانا افغان هوايي شرکت» او کامایر د سون د کمښت د کچې او پر الوتنو د هغې د اغېزو په اړه څه نه دي ویلي. د افغانستان د هوايي چلند سکتور په وروستیو کلونو کې له بېلابېلو ستونزو سره مخامخ دی، چې په کې نړیوال محدودیتونه، تخنیکي او مالي ننګونې شاملې دي. په همدې حال کې، د منځني ختیځ وروستۍ جګړه د الوتکو د سون نړیواله عرضه هم اغېزمنه کړې، چې دې ستونزې یوازې افغانستان نه، بلکې اروپا او اسیا هم تر فشار لاندې راوستي دي.



