دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

بادغېس کې د ترافیکي پېښې له امله ۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بادغېس کې د طالبانو امنیه قوماندانۍ ويلي چې د دغه ولایت په مرکز قلعه‌نو ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله یوه کس ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپيان شوي دي. د بادغېس د امنیې قوماندانۍ ویاند صدیق‌الله صدیقي ویلي، یاده پېښه تېر ماښام د قلعه‌نو ښار اړوند په «باغ‌بانان» سیمه کې هغه مهال شوې چې درې موټرسایکلونو په یوه وخت کې له یو بل سره ټکر کړی دی. د هغه د معلوماتو له مخې، د یادې پېښې له امله یوه کس خپل ژوند له لاسه ورکړی او پنځه نور ټپیان شوي دي. هغه زیاته کړه، د څلورو ټپیانو روغتیايي حالت نازک ښودل شوی او د بادغېس ولایت د مرکزي روغتون له لوري د لا ښې درملنې په موخه هرات ولایت ته لېږل شوي دي. سرچینې د پېښې د لامل په اړه څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img