فراه کې طالب چارواکو خبر ورکړی، د یاد ولایت په «بالابلوک» ولسوالۍ کې د چاودنې له امله د پنځو ماشومانو په ګډون اووه تنه وژل شوي دي. د بالابلوک ولسوال، فدامحمد سعاد رسنیو ته ویلي، چې دا چاودنه په یو کور کې شوې او ټول وژل شوي د یوې کورنۍ غړي دي. د سرچینې په وینا چې دا پېښه پرون له غرمې وروسته د بالابلوک ولسوالۍ په «نواباد» کلي کې د جان محمد د کور دننه شوې چې خپله جان محمد، مېرمن او پنځو ماشومانو یې ژوند بایللی دی. له دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د چاودېدونکو د چاودنې له امله ورته پېښې شوې او د لسګونه کسانو ژوند یې اخیستی دی. بلخو په هېواد کې دا ډول پېښې تر ډېره د زړو ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنې له امله رامنځته کېږي، چې ډېر ځله پرې ماشومان لوبې کوي. د ویلو ده چې که څه هم په هېواد کې د ماینپاکۍ پروژې پیل شوې، خو لا هم په ډېرو ولایتونو کې ورته چاودنې د خلکو د مرګژوبلې سبب کېږي.



