ملګرو ملتونو نن دوشنبه د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره خپله غمرازي څرګنده کړې ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ویلي دي چې ټیمونه یې د بیړنیو مرستو او ژغورنې عملیاتو لپاره را ټول شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرش هم په ایکس شبکه کې د افغانستان له خلکو سره خپله همدردي ښودلې ده، د قربانیانو کورنیو ته یې تسلیت او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله کړې ده. لومړنۍ شمیرې ښيي چې د دغو زلزلو له امله تر ۸۰۰ ډیرو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۲۵۰۰ نور ټپیان دي. د ویجاړیو پراختیا او لیري پرتو سیمو ته د لاس رسي ستونزې ته په کتلو سره کیدای شي د قربانیانو شمیر تغیر وکړي. ګوتیرش ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ټیمونه را ټول شوي او په زیانمنو شوو سیمو کې اړینو کسانو ته د مرستو رسولو له پاره به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي. په افغانسان کې د روغتیا نړیوال سازمان دفتر اعلان کړی دی چې ټیمونه یې را ټول شوي او د روغتیا په سیمه ایزو مرکزونو کې د ټپیانو د درملنې او بیړنیو اړتیاو د ارزونې په حال کې دي. د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې ده چې زیانمنو شوو سیمو ته درمل او اساسي توکي استوي. د ملګرو متلونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) هم له خپلو شریکانو سره په ګډه اغیزمنو شوو کورنیو ته د مرستو رسولو په برخه کې د خپلو کوښښونو خبر ورکړی دی. همدرانګه د بشري حقونو سازمان ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارت بنت، هم د قربانیانو سره خپله همدردي ښودلې ده.



