شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان ته لوبه وبایلله

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په درې اړخیزو سیالیو کې خپله لومړی شل اووریزه لوبه پاکستان ته وبایلله. نننۍ لوبه چې د شارجه کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه، پچه یې د پاکستان لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه ترسره کړه. په دغه لوبه کې پاکستان په ټاکل شويو شل اوورونو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۲ منډې وکړې. په یاده لوبه کې فرید ملک دوه، راشد خان، محمد نبي، عظمت الله عمرزي او مجیب الرحمن د پاکستان یو – یو لوبغاړي وسوځول. افغان لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه کړای شو او په شلم اوور کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره یې ۱۴۳ منډې وکړې او د ۳۹ منډو په توپیر یې پاکستان ته لوبه وبایلله. د افغانستان له لوري په توپوهنه کې راشد خان ۳۹، رحمان الله ګربز ۳۸، صدیق اتل ۲۳ او دروېش رسولي ۲۱ منډې وکړې. د یادونې ده، افغان کرېکټ ملي لوبډله به په درې اړخیزو سیالیو کې خپله دویمه لوبه د سپټمبر په لومړۍ د متحده عربي اماراتو له لوبډلې سره ترسره کړي.

- Advertisment -spot_img