د ازادو سیالیو لوبغاړي بازمحمدمبارز د لومړي ځل لپاره د موی ټای په برخه کې خپل ایراني اصله بحریني سیال ته ماتې ورکړه. دغه سیالي چې د ټایلنډ په پوکیت ښار کې ترسره شوه، باز محمد په کې له دریو پړاونو وروسته خپل سیال مات کړ. د موی ټای په سیالیو کې هر پړاو درې دقیقې وي. مبارز چې له دې وړاندې د ازاد سیالیو په برخه کې افغانستان ته ویاړونه راوړي او دا يې لومړی ځل دی چې د موی ټای په برخه کې بریا ترلاسه کوي.



