د طالبانو د پاسپورټ رياست اعلان کړی، چې بېسرپرسته ماشومانو، ممنوعالخروج کسانو او هغو کسانو ته چې د دې ډلې له خوا په محکمه کې مجرم بلل شوي، پاسپورټ نه ورکول کېږي. د طالبانو د پاسپورټ رياست په یوه اعلامیه کې زیاته کړې، چې هغو ماشومانو ته به پاسپورټ ور نه کړل شي، چې قانوني سرپرست یې معلوم نه وي. پر دې سربېره، طالبانو څرګنده کړې چې هغه کسان چې د «بیف» او بایومټریک سیسټمونو له لارې یې ممنوعالخروج توب تثبیت شوی وي، هم د پاسپورټ ترلاسه کولو حق نه لري. له ایرانه یو شمېر راستنو شویو افغان کډوالو شکایت کړی چې پاسپورټونه یې د ایران پولیسو څېري کړي او طالبانو هم دوی ته د نوي پاسپورټ له ورکولو ډډه کړې ده.



