د افغانستان د رسنیو د ملاتړ سازمان (AMSO) مسئول، حامد عبیدي، د ناروې په اسلو کې د یوې غونډې پر مهال د افغانستان د رسنیو اوسنی وضعیت او ستونزې بیان کړې. ښاغلي عبیدي، چې د “پن ناروې”په غونډه کې یې ګډون کړی و، ویلي دي چې د افغانستان رسنۍ د طالبانو تر جدي څارنې لاندې فعالیت کوي او له ګڼو محدودیتونو سره مخ دي. د افغانستان رسنیو د ملاتړ سازمان په حواله، نوموړي ټینګار کړی، چې د نړیوالې ټولنې او په ځانګړې توګه د ناروې دولت عملي ملاتړ ته اړتیا ده څو د افغان خبریالانو د خوندیتوب، د رسنیو د پیاوړتیا او د بیان د آزادۍ د خوندیتوب لپاره ګامونه پورته شي. امسو زیاته کړې، ښاغلي عبیدي په خپلو څرګندونو کې هغه افغان خبریالان هم یاد کړي چې په دریمو هېوادونو کې، لکه ایران، پاکستان، ترکیه او هند کې له ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. د نوموړي پر وینا، نړیوالې ادارې باید د دغو خبریالانو وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وکړي. د امسو پر وینا، حامد عبیدي له نړیوالو بنسټونو غوښتي، چې افغان خبریالانو ته د ویزو په ورکولو، روزنیزو پروګرامونو، د کار فرصتونو په برابرولو او رواني ملاتړ کې همکاري وکړي. ښاغلي عبیدي ټینګار کړی چې دغه مرسته باید تر هغه وخته روانه وساتل شي څو افغان خبریالان خوندي هېوادونو ته ورسېږي.



