د طالبانو سترې محکمې ویلي، په پلازمېنه کابل کې یې ۱۶ تنه په دُرو وهلي دي. یادې محکمې په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې چې، دغه کسان یې له ۱۰ څخه تر ۳۹ درې وهلي او له یوه کال څخه تر درېیو کلونو په تنفیذي بندونو هم محکوم کړي دي. په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان د ذیکپ او ټابلیټ کا نشه يي ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅولو، قاچاق کولو په تور په یادو سزاوو محکوم شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د طالبانو یادې محکمې په زابل، کابل او کندز ولایتونو کې د یوې ښځې په ګډون ۱۵ تنه د بېلابېلو جرموتو په تور په درو وهلي وو. طالبان له بیا ځل حاکمیت را وروسته افغانستان کې عامو خلکو ته د بېلابېلو تورونو له امله سزا ورکوي، چې په کې وهل ټکول، په عام محضر کې سپکاوی او حتی اعدامونه شامل دي. د عیني شاهدانو او د بشري حقونو د څارونکو راپورونه ښيي، چې دا کړنې د قانوني بهیر او شفافې محاکمې له تېرېدو پرته ترسره کېږي، چې له امله یې د خلکو وېره زیاته شوې او د مدني ازادۍ محدودیتونه نور هم پراخ شوي دي.



