جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

خوستي ځوانان د هرې ورځې په تېرېدو ځان وژنې کوي

د خوست ولایت سیمه‌ییزې سرچینې خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د ګل رحمان په نوم یو بل ځوان چې تېر کال له شیخ زاید پوهنتون څخه فارغ شوی و، ځان وژنه کړې ده. سرچینې ویلي، چې پېښه بېګا شپه د خوست اړوند د خدر پیرانو په کلي کې رامنځته شوې ده. د دوی پر وینا، یاد ځوان بېګا شپه یې په خپله کوټه کې د بادپکې په وسیلې ځان راځوړند کړی و. د ګل رحمان نږدې ملګري ويلي، چې له فارغېدو وروسته نوموړی د نامعلومې راتلونکي، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان و. د ټولنیزو چارو کارپوهان وايي، چې رواني فشارونه، بېکاري او اقتصادي ستونزې د ځوانانو د ځان وژنې مهم عوامل دي او که د دې ستونزو د حل لپاره بنسټیز ګامونه وانخیستل شي، دا لړۍ به نوره هم پراخه شي. د یادونې وړ ده، چې یوازې په تېرو څو ورځو کې د خوست ولایت له بېلابېلو سیمو څخه اووه ځوانانو ځان وژنه کړې ده. سرچینې زیاتوي، چې د طالبانو حکومت د دې ډول پېښو په رسنیز خپرېدو کلک بندیز لګولی دی، څو د دې ستونزې په اړه عامه پوهاوی محدود پاتې شي.

- Advertisment -spot_img