یکشنبه, نوومبر 16, 2025
یکشنبه, نوومبر 16, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د حزب الله له بې وسلې کولو سره د ایران مخالفت

ایران د لبنان د حکومت د هغې پرېکړې مخالفت کړی، چې ویلې یې دي، حزب الله ډله بې وسلې کوي. حزب الله یوه سیاسي او پوځي ډله ده، چې امریکا یې د ترهګرو په توګه پېژني، خو اروپایي ټولنې یې یوازې پوځي څانګه تور لېست کې شامله کړې. فرانس پریس د ایران د تسنیم خبري اژانس په حواله راپورورکړی، چې د ایران د مشر ایت الله علي خامنه یي ستر سلاکار علي اکبر ولایتي د حزب الله له بې وسلې کولو سره مخالفت ښودلی. د لبنان کابینې تېره اوونۍ خپل پوځ ته دا واک ورکړ، چې د دولت د واک د انحصار لپاره کار وکړي او دې اقدام کې د کال تر پایه د حزب الله بې وسلې کول هم شامل دي. حزب الله د لبنان د کابینې دا پرېکړه ” لویه ګناه” بللې ده.

- Advertisment -spot_img