رویټرز خبرې اژانس خبر ورکړی، چې د روان ۲۰۲۶ میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کې افغانستان ته له روسیې د نفتي توکو واردات ۵۰سلنه زیات شوي. خبر کې ویل شوي، یاده موده کې د مرکزي اسیا هېوادونو هم له روسیې او بلاروس څخه واردات ۵۰سلنه زیات کړي. رویټرز د دې زیاتوالی لامل اروپا او منځنۍ اسیا ته د روسیې صادراتو کمښت یاد کړی او په خبره یې، افغانستان او منځنۍ اسیا ته ډېری صادرات د وسپنې پټلۍ له لارې کیږي. د راپورونو له مخې له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې روسیې شاوخوا ۳.۳۴۷میلیونه ټنه نفتي توکي افغانستان او مرکزي اسیا هېوادونو ته صادر کړي. دا په داسې حال کې ده، چې منځني ختیځ کې د جګړو له امله ټولې نړۍ کې د نفتو بیې په بېسارې ډول لوړې شوې او ډېری هېوادونه اړ شوي له خپلو ستراتیژیکو ذخیرو ګټه واخلي، خو افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی، چې له دې پلوه یې تر ټولو ډېر کم زیان لیدلی دی.



