د طالبانو د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د پاکستان له زندانونو د ۸۲ افغان کډوالو د خوشې کېدو خبر ورکړی دی. یاد وزارت پنجشنبه د وري پر ۲۷مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا کسان د سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. د طالبانو په وینا، دا کسان د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي دي له پاکستان او ایرانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر دوام لري. پاکستاني پولیسو په وروستیو ورځو کې په هغو کډوالو هم فشار راوستی چې قانوني اسناد لري.



