پنجشنبه, اپریل 23, 2026
پنجشنبه, اپریل 23, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

لوګر کې حشمت‌الله شهیدي په شخصي لګښت د تصفیه اوبو کارخونه جوړېږي

لوګر کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسئولينو ویلي، چې یاده تولیدي کارخونه د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت، د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي په پانګې‌اچونې جوړېږي، چې نن شنبه د نوموړي ریاست له لوري ورته د فعالیت جواز هم سپارل شوی دی. د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست د مطبوعاتو مسئول، ثناګل ګلزار ویلي، چې دا کارخونه په لومړیو کې د نږدې ۷ میلیونه افغانیو په پانګونې جوړېږي، چې په معیاري ډول تصفیه شوې معدني اوبه او غیرالکولي مشروبات به تولید کړي. نوموړی زیاتوی، چې د یاد تولیدي کارخونې په عملي فعالیت سره به یو شمېر کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي او دغه ډول یاده برخه کې به لوګر کې تر ډېره بریده د بازار غوښتنې ته رسېدنه وشي. په ورته وخت کې د دغه کارخونې مسئول ویلي چې د عملي چارو پرمهال به نه یوازې د لوګر، بلکې د هېواد د ننه او یو شمېر نورو هېوادونو ته به معدني اوبه او غیرالکولي مشروبات صادر کړي. د یادونې وړ ده چې اوس لوګر کې شاوخوا ۴۰ کوچنۍ او لویې تولیدي کارخونې بېلابېلو برخو کې فعالیت کوي.

- Advertisment -spot_img