جمعه, جنوري 16, 2026
جمعه, جنوري 16, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

هرات کې د پالونیا نیالګیو ته د کروندګرو لېوالتیا ډېره شوې

هرات کې د طالبانو کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسئولینو خبر ورکړی، چې په دغه ولایت کې د پالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته د کروندګرو لېوالتیا ورځ تر بلې په ډېرېدو ده. د ياد ریاست د ترویج مدیر بشیراحمد احمدي د یاد مطلب څرګندولو ترڅنګ ویلي، چې یادې ونې د چټکې ودې، بېلابېلو اقلیمي شرایطو پر وړاندې د مقاومت او د لرګیو په صنعت کې د پراخې کارونې له امله د کروندګرو او پانګه‌والو د پام وړ ګرځېدلې دي. د هغه پر وینا، چټکه وده، د باکیفیته لرګیو تولید او د هرات مناسب اقلیمي شرایط د دې لامل شوي، چې خلک د پالونیا نیالګیو پالنې او اېښودو ته مخه کړي. د هرات یو شمېر بڼوال او ځمکوال هم وايي، چې د پالونیا ونه د اقتصادي ګټې ترڅنګ د چاپېریال د ښېرازۍ او د هوا ککړتیا مخنیوي برخه کې هم اغېزناک رول لري. هغوی زیاتوي، چې د یادې ونې د پلور بازار په کور دننه او بهر مناسب دی او د عاید ترلاسه کېدو پر دوامداره سرچینې بدلېدلای شي. د یادولو ده، د پالونیا ونې د پلنو پاڼو په درلودو او چټکې ودې سره د اکسيجن د تولید لوړ ظرفیت لري او د درېیو کلونو په موده کې ۱۵ متره یا تر دې ډېرې لوړې شي. پالونیا ونې،چې په دې وروستیو کې په هرات کې ترویج شوې، له دې امله چې ډېرې ګټې لري، د کروندګرو پام ور اوښتی دی.

- Advertisment -spot_img