جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبان او د افغان مېرمنو پر وړاندې د محرومیت نه ختمېدونکی کړاو

د زده‌کړو، کار او سیاسي ونډې په برخو کې د ښځو د حقونو د بنسټيز کېدو لپاره له دوه لسیزو هڅو وروسته، د ۲۰۲۱ م کال د اګسټ پر ۱۵مه د طالبانو واکمنېدل یو مهم ټکی و، چې د دغو لاسته راوړنو لوری یې بدل کړ. د دې ډلې له واکمنېدو څلور کاله وروسته، د ملا هبة‌الله اخوندزاده د فرمانونو تر سیوري لاندې افغانستان د ښځو او هغو هېوادوالو لپاره، چې د طالبانو په څېر فکر نه کوي، په یوه وېروونکې او وحشتناک ځای بدل شوی دی. په کابل کې یو شمېر نجونې وايي چې د طالبانو تر واک لاندې ژوند یې په وېروونکي خوب بدل شوی، ځکه طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې د هر نوي فرمان په اعلان سره د دوی له هیلو، راتلونکي او هویته یوه ټوټه بېله کړې ده. د دغو نجونو په باور، طالبانو د ښځو په سیسټماټیکې ځپنې سره افغانستان په یوه پرانیستې زندان بدل کړی دی. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې لسګونه شفاهي او لیکلي فرمانونه صادر کړي، چې د هېوادوالو په ځانګړې توګه د ښځو، حقونه یې په سیسټماټيک ډول تر پښو لاندې کړي دي. په دغه راپور کې د هغو مهمو فرمانونو یادونه شوې، چې د همدې څلورو کلونو په اوږدو کې یې ښځې له خپلو اساسي حقونو بې ‌برخې او په کورونو کې یې بنديانې کړي دي. لومړی فرمان چې طالبانو له دویم ځل واکمنېدو وروسته د ۱۴۰۰ لمریز کال د زمري پر ۲۴مه صادر کړ، د نجونو د ښوونځیو تړل وو؛ هغه اقدام چې میلیونونه نجونې یې له زده‌کړو محرومې کړې. که څه هم دغه ګام له سختو نړیوالو نیوکو سره مخ شو، خو طالبان تر اوسه په دې پرېکړه کې هېڅ بدلون نه دی راوستی. د ۱۴۰۱لمریز کال د غويي پر ۱۳مه د ښځو پر موټر چلولو بندیز، د غويي پر۱۳مه د حجاب جبري کېدل او په رسنیو کې د بشپړ حجاب په شرط د ښځو حضور، د غبرګولي پر ۲۵مه د ښځو له‌خوا د طلاق غوښتنې منع کېدل او دغه راز په نادولتي او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز د طالبانو له نورو هغو محدودوونکي ګامونه وو، چې ښځې یې څنډې ته کړې دي.

- Advertisment -spot_img