دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

طالبانو ۱۴ تنه په عام محضر کې په دُرو وهلي

د طالبانو سترې محکمې خبر ورکړی، چې په کابل او زابل کې يې د یوې ښځې په ګډون ۱۴ تنه په درو وهلي دي. یادي محکمې تېره شپه ناوخته په دوو خبرپاڼو کې ویلي، چې د دغو کسانو له ډلې د یوې ښځې په ګډون ۷ کسان د زابل ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې په عام محضر کې په دُرو وهل شوي. خبرپاڼه وایي، چې دغه کسان د زنا، غلا او نامشروع اړیکو په تور په عام محضر کې په سزا رسېدلي. دغه راز ۷ تنه نور په کابل کې د ټابلیټ کا او ذیکپ نشه يي ګولیو، الکولي مشروباتو او چرسو د خرڅولو او قاچاق کولو په تور په تعزیري سزاوو او تنفیذي بند محکوم شوي دي. د طالبانو خبرپاڼه کې راغلي، چې لومړي ۷ تنه د خلکو مخ ته له ۲۰ څخه تر ۳۰ دُرې وهل شوي او دوهمه ډله کسان له ۱۰ څخه تر ۳۹ درې وهل شوي او تر درېیو کلونو په تنفیذي بند هم محکوم شوي دي. د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې په کابل او وردګو ولایتونو کې ۱۰ تنو ته په عام محضر کې سزا رسول شوي دي. افغانستان باندې د طالبان تر بیا حاکمیت را وروسته دغې ډلې د هېواد په ولایتونو کې سلګونو تنو ته په علني ډول سزا ورکړې ده. د طالبانو دغه حرکت په کور دننه او د باندې غبرګونونه لري، خو د مخنیوي د بار بار غوښتنو سره سره طالبان لا دا ډول سزاوو ته دوام ورکوي.

- Advertisment -spot_img