دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې د بشري ناورین دوام؛ لسګونه مرستندویه لارۍ لوټ او غلا شوې

د غزې حکومتي رسنیو دفتر راپور ورکړی، چې یوازې ۳۶ بشري مرستندویه موټرونه غزې ته ورسېدل، خو د امنیتي بې‌ثباتۍ له امله اکثریت یې لوټ او غلا شول. دوی ویلي، چې دا وضعیت د اسرائیلي اشغالګرو له خوا په قصدي ډول د “ګډوډۍ او لوږې د جوړولو سیاست” برخه ده. د غزې ورځنۍ حقیقي اړتیا لږ تر لږه ۶۰۰ موټر مرستندویه مواد او سون توکي دي تر څو د روغتیا، خدماتو او خوراکي توکو اړوند بنسټیز ژوند اړتیاوې پوره شي، خو د جګړې له امله بنسټیز تاسیسات په بشپړه توګه له منځه تللي دي. د رسنیو دفتر پر اشغالګرو او د هغوی ملاتړو هېوادونو د بشري حقونو د جدي سرغړونې تور پورې کړ او له نړیوالې ټولنې یې غوښتي، چې سمدستي بندرونه پرانیزي او کافي مرستې، په ځانګړي ډول د ماشومانو شیدې، د غزې خلکو ته ورسول شي. دا ناورین د بشري ارزښتونو پر وړاندې ستره ننګونه ګڼل کېږي، چې د نړیوالو سازمانونو او ټولنو پاملرنې ته اړتیا لري.

- Advertisment -spot_img