د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو راپور ورکړی، چې د دې ډلې چارواکو په نورستان کې د پنځه میلیونه افغانیو په ارزښت ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورلي دي. د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې اته کیلوګرامه ګران بیه او نیمه ګران بیه ډبرې پلورل شوي دي. د راپور له مخې، په دغو ډبرو کې کونزایټ، بېروج او کمرین شامل دي، چې د نورستان د مرکز پارون له بېلابېلو کانونو ترلاسه شوي دي. دوه ورځې وړاندې، طالبانو په نورستان کې د شاوخوا ۱۶۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېروج ډبرې هم پلورلې وې. دا په داسې حال کې ده، چې خلک د طالبانو له خوا د هېواد د کانونو کېدنه ناقانونه کړنه بولي.



