الجزيزې راپور ورکړی، چې اکوادور کې د وسلهوال برید له امله د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او څه باندې ۱۱ نور ټپیان دي. د راپور پر اساس یاد برید پرون ماښام شوی، وسلهوالو کسانو چې په دوو باروړونکو موټرو کې سپاره وو، د ګوایاس ساحلي ولایت په «ال امپالمه» ښار کې په یوه بار کې پر خلکو ډزې کړې دي. بار په عام ډول داسې ځای دی، چې خلک ورته د شرابو څښلو او موسیقي اورېدو لپاره ورځي. د سرچینې د معلوماتو له مخې، په یاده پېښه کې ۱۷ تنه وژل شوي او څه باندې ۱۱ نورټپیان دي. راپور کې راغلي، چې د پېښې له ځایه څه باندې ۴۰ بالستیکي مرمۍ راټولې شوې دي.



