ایران غواړي له ګاونډیو هېوادونو سره درې نوي رېللارې پرانیزي، څو په سیمه کې تګراتګ زیات شي.
د ایران د پریس ټي وي د راپور له مخې، د دغه هېواد د رېللارې ملي شرکت (RAJA) ريیس او د سړکونو او ښاري پراختیا مرستیال وزیر، جبارعلي ذاکري ویلي، چې دغه نوې رېللارې به ترکيې، افغانستان او ترکمنستان ته وغځېږي.
ذاکري پلان لري، چې له تهرانه د ترکيې پلازمېنې انقرې ته په رېلګاډي کې د سپرلیو مستقیم تګ راتګ پیل کړي. دا نوې لاره به د تهران ـ وان د اوسنۍ رېللارې د پراخولو په معنا وي.
هغه زیاته کړې، چې د ایران او ترکيې چارواکي د دې لارې د مالي اړخونو، په ځانګړي ډول د ټکټونو د قیمتونو په اړه خبرې کوي او تمه لري، چې د راتلونکو دوو میاشتو په ترڅ کې دا سفرونه پیل شي.
ذاکري همدا راز ویلي، بله نوې پروژه به له تهران او مشهده د افغانستان د هرات ښار ترمنځ د مسافرو سفرونه رانغاړي او دغه سفرونه به وروسته له دې ژر پیل شي، چې ایران او افغانستان د تګراتګ د اسنادو ستونزې حل کړي.
نوموړي ویلي، دغه پروژه به له ایرانه د افغانستان هرات ښار ته نژدې د “روزنک” تر سیمې پورې مستقیم سفر ته زمینه برابره کړي او وروسته به ایراني قرارداديان د روزنک او هرات ترمنځ ۷۰ کیلومتره رېللاره بشپړه کړي، تر هرات ښار پورې وغځېږي.
ذاکري زیاته کړې، چې د ایران د رېللارو ملي شرکت پلان لري له مشهده د ترکمنستان مرو ښار ته هم د مسافرو لپاره رېللاره فعاله کړي.
د ذاکري پر وینا، دغه رېللاره به له منځنۍ آسیا سره د ایران اقتصادي او سوداګریزې اړیکې پیاوړې کړي، ځکه دا به ایرانیو مسافرو ته تر ازبيکستان او تاجيکستان پورې هم اسانه لاسرسی برابر کړي.



