د ترکیې لپاره د امریکا سفیر «ټام براک» خبر ورکړی، چې سوریې او اسرائیل د امریکا په منځګړیتوب اوربند ته غاړه اېښې ده. نوموړي نن سهار په اېکسپاڼه لیکلي چې ترکیې، اردون په ګډون یو شمېر هېوادونو د امریکا په منځګړیتوب د سوریې او اسرائیل ترمنځ له اوربند هرکلی کړی دی. دا اوربند وروسته له هغې اعلانېږي چې اسرائیلو د سوریې په سوېل لوېدیځ «سوېدا» سیمه کې د ډلو ترمنځ له نښتې وروسته د سوریې پر دفاع وزارت او ځینو سیمو هوایي بریدونه وکړل. پر سوریې د اسرائیلو بریدونه د نړیوالې ټولنې او یو شمېر عرب هېوادونو لخوا په کلکه وغندل شول او هغه یې د سوریې پر خاوره ښکاره تېری وباله. له دغو بریدونو وروسته د سوریې د مؤقت حکومت مشر، احمد الشرع ویلي چې دوی له جګړې نه وېرېږي، خو د سوریې د خلکو د خوندیتوب لپاره تر ویجاړیو سولې ته لومړیتوب ورکوي. د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې د اسرائیلو له بریدونو وروسته له تېرو دوو ورځو راهیسې د امریکا په ګډون یو شمېر هېوادونو د دغو دوو ګاونډیو ترمنځ د اوربند د ټینګښت لپاره هڅې پیل کړې وې.



