دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ملګرو ملتونو د افغان کډوالو لپاره ١٠ میلیونه ډالري مرسته څانګړې کړې

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ مسئول د طالبانو د ریاست‌الوزراء له اداري مرستیال سره په لیدنه کې ویلي، چې د دغه سازمان له خوا راستنېدونکو افغان کډوالو ته لس میلیونه ډالر نغدي مرسته ځانګړې شوې او هڅې کوي څو نورې مرستې هم راجلب کړي.
ارګ پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې د طالبانو د رياست‌الوزراء اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي له ځانګړې استازې مېرمن روزا اوتانبایوا او مل پلاوي سره وکتل.
سرچینه کاږي چې په یاده کتنه کې مېرمن روزا اوتونبایوا ویلي چې له ایرانه د افغان کډوالو راستنېدنه د اندېښنې وړ ډېره شوې؛ له هغوی سره د همکارۍ او مرستې جدي اړتیا ده او د دغه وضعیت له دوام  سره به د یادو کډوالو ستونزو ته رسېدنه سخته شي.
اوتونبایوا زیاته کړې: «د بشري همکاریو برخه کې د کافي مالي پیسو کموالي باوجود له افغانانو، په ځانګړي ډول کډوالو سره به د دغه سازمان مرستې دوام ولري او د ملګرو ملتونو سازمان مقاماتو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو د کډوالو نه ایستلو په اړه څو غونډې وکړې، چې هیله ده ښې پایلې ولري.»
سرچینې زیاته کړې، په یاده کتنه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ مسئول عرفات جمال ویلي چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو سربېره خلک په پرانیستې غېږ د راستنو شوو کډوالو هرکلی کوي او دغه کار واقعاً د ستاینې وړ دی.
جمال د ملګرو ملتونو سازمان له لوري افغان کډوالو ته د لس میلیونه ډالرو نغدي مرستې ځانګړې کېدو یادونه کړې او ویلي یې دي چې دغه سازمان هڅه کوي څو په دې برخه کې لا ډېرې پیسې ترلاسه کړي.
د طالبانو د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال ویلي، له راستنو شویو کډوالو سره د همکارۍ په موخه ډېرې اړتیاوې شته چې باید مسئول بنسټونه دې برخې ته پاملرنه وکړي.
حنفي له مسئولو نړیوالو بنسټونو غوښتنه کړې، چې له افغان کډوالو سره د مرستې او د هغوی د حقونو په تامین کې خپل مسئولیتونه ادا کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د ریاست‌الوزراء اداري مرستیال د روان میلادي کال په جون میاشت کې هېواد ته له ایرانه د نیم میلیون افغان کډوالو د راستنېدو خبر ورکړی و.

- Advertisment -spot_img