پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

میرویس عزیزي قرغیزستان کې د کابو سلو افغان محصلانو لګښت پر غاړه اخيستی

افغان سوداګر او پانګوال میرویس عزیزي ژمنه کړې، چې د قرغیزستان په بشکیک ښار کې د منځنۍ آسیا د امریکایي پوهنتون (AUCA) ۹۵ افغان محصلانو ته، چې د امریکا له خوا ورکړل شوې بورسونه یې له لاسه ورکړي، د ۵۰۰ زره ډالرو مالي مرسته برابروي، څو دوی وکولای شي خپل تحصیل ته دوام ورکړي.

میرویس عزیزي، چې یو پېژندل شوی افغان پانګه‌وال دی، د جولای په ۱۲مه، د شنبې په ورځ په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي وو، چې دا محصلان د امریکا د مالي مرستو له بندېدو وروسته له جدي ستونزو سره مخامخ شوي او له زده‌کړو د وتلو له خطر سره مخامخ وو.
عزیزي، چې د دوی د وضعیت له معلومېدو وروسته له دوبۍ څخه بشکیک ته سفر وکړ، هلته یې له AUCA پوهنتون سره یو رسمي قرارداد لاسلیک کړ، څو دا محصلان د بشپړې مالي مرستې په ترلاسه کولو خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.
عزيزي ویلي چې د دې ۹۵ محصلانو د فیسونو او اړوندو لګښتونو ټول اټکل شاوخوا ۵۰۰ زره ډالر کېږي.
په ټولنیزو رسنیو کې د عزیزي د دې بشردوستانه اقدام پراخ هرکلی شوی او ګڼ شمېر کسانو دا کار د ټولنیز مسئولیت یو روڼ مثال او د افغان ځوان نسل د ملاتړ ژور تعهد بللی دی.
میرویس عزیزي په خپل پوسټ کې لیکلي:«دا کار مې د دې لپاره کړی، چې د افغان ځوانانو لپاره د هیلې او فرصت څراغ بل پاتې شي.»
دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې زیاتره نړیوال بنسټونه له افغانستان سره د تعلیمي مرستو پروګرامونه راکموي، خو د خیرښېګڼې د یوه خصوصي افغاني بنسټ د مشر دا ګام ښيي، چې شتمن افغانان هم کولای شي اغېزمن بدلون راولي.

- Advertisment -spot_img