په همدې مهال د لوی اختر له رارسېدو سره، د کورنیو چارو وزارت د هېواد په کچه د لمونځکوونکو، عیدګاوو او عامه ځایونو د امنیت د تأمین لپاره د ځانګړو امنیتي تدابیرو د عملي کېدو خبر ورکړی دی. عبدالمتین قانع، د دغه وزارت ویاند، په یوه پیغام کې ویلي چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د هېوادوالو د امنیت د تأمین لپاره په بشپړ چمتووالي کې دي او ځانګړي امنیتي پلانونه په بېلابېلو سیمو کې عملي کېږي. په همدې حال کې، بسمالله حبیب، د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، ویلي چې امنیتي ځواکونه به په عیدګاوو، جوماتونو، لویو لارو، پارکونو او نورو تفریحي ځایونو کې پراخ حضور ولري څو خلک وکولای شي د اختر مراسم په ارامه فضا کې ترسره کړي. هغه زیاته کړې چې د دې اقداماتو موخه د خلکو لپاره د خوندي چاپېریال برابرول او د اختر په ورځو کې د هر ډول احتمالي ګواښ مخنیوی دی. د کورنیو چارو وزارت له ځوانانو غوښتي چې د اورلوبو او نورو چاودېدونکو توکو له کارولو ډډه وکړي څو د خلکو د ځورولو مخه ونیول شي. دغه وزارت ټینګار کړی چې د امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د اختر د آرام او خوندي لمانځنې لپاره مهم رول لري.



