وروسته له هغې چې ډونالډ ټرمپ اوکراین ته د پرمختللو پوځي تجهیزات د ورکړې خبره وکړه، روسیې بېګاه شپه پر اوکراین څه باندې ۷۰۰ ډرون ویشتلي دي.
د اوکراین پوځ ويلي چې بېګاه شپه د روسیې له لوري ۷۲۸ ډرون وېشتل شوي، چې نږدې ټول یې، شنډ شوي دي.
د اوکراین ولسمشر ولودېمیر زيلېنسکي پر خپل ټېلګرام دغه بریدونه زیاتېدونکي بللي او پر روسیې یې، د بندیزونو غوښتنه کړې ده.
نوموړي ویلي، چې د روسیې د جګړې تمویلوونکو سرچینو باندې باید بندیز ولګېږي او هغه کسان دې هم په بندیزونو کې راشي، چې له یاد هېواد تېل پېري.
بلخوا د امریکا ولسمشر د هغې طرحې پر ارزونې بوخت دی، چې له مخې به یې پر روسیې نوي بندیزونه ولګوي.
په دې طرحه کې پر هغو هېوادونو د ۵۰۰ سلنې تعرفې لګول هم شامل دي، چې غواړي له روسیې، تېل، ګاز او یورانیوم وپېري.
له امریکا سربېره، اروپايي هېوادونه هم پر دې بوخت دي، چې څنګه کولای شي پر روسیې بندیزونه ولګوي.



