دوشنبه, نوومبر 10, 2025
دوشنبه, نوومبر 10, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کابل کې افغان محصلانو ته د جاپاني سکالرشیپونو د نوم‌لیکنې بهیر پیل شوی

په کابل کې د جاپان ډیپلوماتیکې استازولۍ اعلان کړی،چې د روان کال لپاره د لوړو زده‌کړو (د څېړنیزو دورو) په برخه کې افغان محصلانو ته د جاپاني سکالرشیپونو د نوم‌لیکنې بهیر پیل شوی دی.

د جاپان د سفارت په خرپاڼه کې راغلي،چې د دې بورسونو د غوښتنلیکونو د وړاندې کېدو او لیکلي ازموینې پروسه به د افغانستان په ګډون د آغا خان بنسټ په همکارۍ ترسره شي.

د خبرپاڼې له مخې، هغه غوښتونکي چې شرایط پوره کوي، کولای شي له رسمي ویبپاڼې «په جاپان کې زده‌کړې» څخه د غوښتنلیک لارښود او اړوند فورمونه ترلاسه کړي او لازم اسناد د روان میلادي میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې د ایمېل له لارې واستوي.

د جاپان د سفارت له خبرپاڼې سره سم، لیکلې ازموینه به د ۲۰۲۵ م کال د جون په ۱۹مه په کابل کې واخیستل شي او مرکه به د جولای میاشتې په اوږدو کې ترسره شي.

د جاپان حکومت ټینګار کړی،چې د دې بورس لپاره د نوم‌لیکنې پروسه بشپړه وړیا ده او ټول لګښتونه به د جاپان حکومت له خوا ورکول کېږي.

خبرپاڼه زیاتوي،چې یوازې هغه غوښتنلیکونه به وارزول شي،چې بشپړ وي او د رسمي ایمېل له لارې لیږل شوي وي.

د غوښتنلیکونو د منلو یا ردولو وروستۍ پرېکړه به د جاپان د ښوونې، کلتور، سپورت، علومو او ټکنالوجۍ وزارت او په کابل کې د جاپان سفارت کوي.

همداراز، یوازې له هغو داوطلبانو سره به اړیکه نیول کېږي،چې د اسنادو ارزونې پړاو یې بریالی بشپړ کړی وي.

د جاپان د حکومت دا تحصیلي بورسونه یو له تر ټولو پېژندل شویو نړیوالو پروګرامونو څخه دي،چې هر کال یو شمېر محدود بهرني محصلان، په ځانګړې توګه افغان زده‌کوونکي، د جاپان په معتبرو پوهنتونونو کې د زده‌کړې فرصت ترلاسه کوي.

د دې پروګرام موخه د جاپان او نورو هېوادونو ترمنځ د علمي، فرهنګي او تعلیمي تبادلو پیاوړتیا بلل شوې ده.

- Advertisment -spot_img