شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په پيکينګ کې درې اړخیزه غونډه جوړېږي

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي به سبا سې‌‌شنبې په پیکینګ کې د چین او پاکستان له باندنیو چارو وزیرانو سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار نن دوشنبې چین ته روانېږي او ټاکل شوې،چې متقي هم نن له تهرانه پیکینګ ته لاړ شي.

د پاکستاني رسنیو راپور ورکړی،چې له اسحاق ډار سره به یو پلاوی هم ملګری وي. نوموړی او ورسره مل پلاوی به یې د چین له صدراعظم او ځینو نورو چارواکو سره وویني.

ټاکل شوې،چې د افغانستان، چین او پاکستان د باندنیو چارو وزیران په درې اړخیزه غونډه کې پر خپل منځي سوداګرۍ، سیمه ییز امنیت او همکارۍ خبرې وکړي.

دا غونډه وروسته له دې کېږي،چې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر په پهلګام کې په تروریستي برید پسې شخړې رامنځ ته شوې.

هند د پاکستان او چین ګډ سیال ګڼل کېږي.

- Advertisment -spot_img