پکتیا کې طالب چارواکو د یاد ولایت په مرکز، ګردیز ښار کې د انسانتښتوونکو له منګلو د یو ماشوم د ژغورلو خبر ورکړی دی.
د دغه ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند، منیب ځدران رسنیو ته ویلي،چې دوه انسانتښتوونکي د مرکز، ګردېز ښار د درېیمې حوزې اړوند سیمه د ماشوم تر تښتولکېدو مخکې نیول شوي دي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې چې تښتوونکو د شاوخوا لس کلن ماشوم د تښتولو هڅه کوله، خو د امنیتي ځواکونو لخوا نیول شوي،چې تر لومړنیو څېړنو وروسته به قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند د دې خبر ترڅنګ په یاد ولایت کې د ورته ناامنیو د مخنیوي ډاډ هم ورکړی دی.
تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د انسانتښتوونکو لسګونه پېښې راپور شوې او طالب چارواکو بیا وخت ناوخت د انسانتښتوونکو د نیولو خبر ورکړی.
په هېواد کې د انسانتښتونې پېښې ډېر ځله د پيسو د ترلاسهکولو لپاره کېږي، خو ډېر کله چې تښتوونکي پیسې ترلاسه نه کړي، نیولشوي کسان په ډېره بېرحمۍ وژني.
څه موده مخکې د بلخ ځايي مسئولینو په یاد ولایت کې د انسانتښتوونکو له منګلو څخه د یو ماشوم د راخوشي کېدو او کورنۍ ته یې د سپارلکېدو خبر ورکړی و.



