پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له یمن څخه پر اسرائیلو ۳ توغندیز بریدونه شوي

اسرائیلي پوځ خبر ورکړی،چې له یمنه د دوی پر بېن‌ګوریون هوايي ډګر او نورو سیمو توغندیز بریدونه شوي دي.

ټایمز اوف اسراییل رسنۍ په یوه راپور کې ویلي،چې دغه توغندی د اسرائیلو پوځ له لوري شنډ شوی دی.

دغه توغندی وروسته له هغې د اسرائیلو له لوري شنډېږي چې حوثیانو نن سهار یو بل توغندی هم د اسرائیلو پر لوري توغولی و.

په دې توغندیز برید کې د ټپي‌کېدو او وژنې خبر نه ‌دی ورکړل شوی.

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، دا د ۲۴ ساعتونو پرمهال پر اسرائیلو له یمن درېیم توغندی دی،چې توغول کېږي.

د روان کال د مارچ له ۱۸مې راهیسې غزه کې د حماس پر وړاندې د اسرائیلو له بریدونو وروسته، حوثیانو پر اسرائیلو ۳۳ باليستیک او ۱۰ډرون بریدونه کړي دي.

حوثیانو تر ډېره په دې بریدونو د بېن‌ګوریون هوايي ډګر او د اسرائیلو مرکزي سیمې په نښه کړې دي.

حوثیانو ويلي، تر هغو به یې پر اسراییلو بریدونه روان وي،چې دوی په غزه کې د حماس پر وړاندې روانه جګړه نه‌ وي درولې.

- Advertisment -spot_img