په کابل کې د چین ځانګړي استازي یو شیاویونګ د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته بېجینګ ته د رسمي سفر بلنه ورکړې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن يکشنبې په کابل کې د چین له ځانګړي استازي سره د متقي د کتنې خبر ورکړی دی.
د هغه پر وینا، په دې غونډه کې چین د نړیوالې ټولنې په کچه د طالبانو پر سیاسي ملاتړ ټینګار کړی دی.
د
چین استازي له طالبانو سره د اقتصادي همکارۍ ژمنه هم کړې ده.
د طالبانو پر وینا، امیر خان متقي د چین د بهرنیو چارو د وزیر د سفر له دې بلنې هرکلی کړی، چې ټاکل شوې د دې میاشتې په پای کې ترسره شي.
دا په داسې حال کې ده،چې طالبانو له پاکستان او چین سره هوکړه کړې،چې ځانونه د هند له محوره لېرې کړي او له نوي ډيلي سره خپلې اړیکې د ډیپلوماتیکو ماموریتونو په کچه وساتي.
له بلې خوا، په تېرو دوو ورځو کې په کابل کې د طالبانو، پاکستان او چین د ځانګړو استازو ترمنځ درې اړخیزه غونډه هم ترسره شوې ده.



