رسنیو راپور ورکړی چې د لومړي ځل لپاره د روسیې تېل د رېل پټلۍ له لارې د کاسپین بندري مجتمع په وسیله افغانستان ته لېږدول شوي دي. د راپورونو له مخې، په لومړي پړاو کې شاوخوا پنځه زره ټنه د روسیې تېل د همدې لارې افغانستان ته انتقالېږي. د انزلي بندر چارواکي وايي چې دا اقدام کولی شي د ترانسپورتي لګښتونو د کمېدو ترڅنګ د هغو چاپېریالي ستونزو په کمولو کې هم مرسته وکړي چې د ځمکنیو لارو له لارې د تېلو د لېږد پر مهال رامنځته کېږي. تر اوسه د افغانستان د اسلامي امارت چارواکو په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.



