رسنۍ «دیکلاسیفاید یوکی» راپور ورکړی چې له طبقهبندۍ څخه تازه ایستل شوي اسناد ښيي چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې د جګړیزو جرمونو د تورونو په اړه یو ابتدایي داخلي څېړنه یوازې په یوه ورځ کې رد شوې ده. د دغو اسنادو له مخې، تازه شواهد ښيي چې د بریتانیا د ځانګړو ځواکونو ځینې لوړپوړي افسران د افغان ملکي وګړو د نښه کولو په اړه ګڼ راپورونه له پامه غورځولي دي. دا اسناد همدارنګه د داخلي څېړنې د بهیر او په هغه وخت کې د مطرح شویو ادعاوو د څېړنې د جديت په اړه نوي پوښتنې راپورته کوي.



