د افغانستان د دفاع وزیر د روسیې په میزباني د نړیوالې امنیتي غونډې له ګډون وروسته نن کابل ته راستون شو. هغه د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې د خبریالانو د پوښتنې په ځواب کې د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ د تړون د عملي پړاوونو د پیل په اړه وویل، چې د دې تړون عملي چارې به په راتلونکو ورځو کې پیل شي. نوموړي زیاته کړه: «پر دې تړون بحثونه او خبرې اترې روانې دي، څو د تطبیق او عملي کولو څرنګوالی یې په دقیق ډول مشخص شي.» د مسکو امنیتي غونډه د یو شمېر هېوادونو د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون ترسره شوې وه، چې پکې د امنیتي همکاریو، سیمهییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو اړوند موضوعات وڅېړل شول.



