شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو لپاره نوی وزارت جوړېږي

کابل کې طالبانو د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د نوي وزارت د جوړېدو د طرحې خبر ورکړی دی.

د طالبانو د قضیاوو عمومي رییس او د غصب شویو ځمکو د راګرځولو کمیسیون سکرټر احسان الله وثیق رسنیو ته ویلي،چې دغه وزارت به د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو په موخه جوړ شي.

د هغه پر وینا، د طالبانو مشر هبة الله اخوندزاده د دغه وزارت د جوړولو امر ورکړی و.

وثیق زیاته کړې چې د قضیاوو ریاست به هم د دغه وزارت تر چتر لاندې فعالیت کوي.

طالبانو په خپل وروستي راپور کې اعلان کړی،چې ۳،۹ میلیونه جریبه ځمکه يې له غصب څخه بېرته راګرځولې ده.

- Advertisment -spot_img