د ملګرو ملتونو د نشه يي توکو او جرمونو پر وړاندې دفتر خبر ورکړی، چې د جاپان په همکارۍ په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې له خدماتو ملاتړ کوي. یادې ادارې پر خپله ايکسپاڼه ليکلي، چې دا ملاتړ د اوبو د تاسیساتو ښهوالی، د روغتیایي خدماتو پراختیا، د سولري برېښنا سیستمونو نصب او د ناروغانو او کارکوونکو لپاره غوره چوپړتیاوې رانغاړي. د یاد سازمان په وینا، دا پروژه به د کندهار، هلمند او بدخشان په ولایتونو کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو کې پلي شي. د دې پروګرام هدف د یادو مرکزونو د خدماتو کیفیت او د کار شرایطو ښه کول بلل شوي دي. په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې له مرکزونو سره د ملګرو ملتونو او جاپان ګډ ملاتړ د روغتیایي خدماتو د ښه کولو او د روږدتیا ستونزې ته د رسېدنې د هڅو یوه برخه ګڼل کېږي.



