د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، ډېر ژر به د افغانستان، ایران او هندوستان ترمنځ د چابهار بندر په اړه درېاړخیزه غونډه جوړه شي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي،چې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په کابل کې د ایران له سرپرست سفیر علیرضا بیکدلي سره کتلي، څو د چابهار بندر په اړه د راتلونکې درېاړخیزې غونډې، د فراه – میل ۷۸ سړک د پروژې د پیل، د خواف – هرات په رېللارې کې د پانګونې او د ماهیرود له لارې د سوداګرۍ د پراخېدو په اړه خبرې وکړي.
په چابهار بندر کې، چې افغان سوداګر یې د پاکستان د بندرونو بديله لاره بولي، هند پانګونه کړې او امریکا پر ایران له خپلو بندیزونو په دې خاطر معاف کړی و، چې له افغانستان سره مرسته وشي خو د ولسمشر ټرمپ حکومت په وروستیو کې اعلان وکړ،چې له بندیزونو څخه د چابهار بندر استثنا پای ته رسوي.
په همدې حال کې ایران ويلي،چې له چابهار بندره تر زاهدان ښار پورې په یو نیم کال کې ریللار جوړوي.



