د سوېليکوریا پوځ خبر ورکړی،چې شماليکوریا نن د خپل ختیځ ساحل څخه د لنډ واټن ویشتونکي څو توغندي ازمویلي دي.
سوېليکوریا پوځ پر وینا، دغه توغندي د شماليکوریا د ختیځ ساحلي ښار وونسان څخه د سهار شاوخوا ۸:۱۰ بجې توغول شوي او په سمندر کې تر لوېدو دمخه ۸۰۰ کیلومتره مزل یې وهلی دی.
سوېليکوریا ويلي، له امریکا او جاپان سره د دې ازموینې په اړه د معلوماتو پر شریکولو بوخت دي او پر وینا یې، دغه ازموینه د ملګروملتونو له بندیزونو سرغړونه ده.
د یاد هېواد د ګډو ځواکونو ویاند ليسونګجون د توغول شویو توغندیو کره شمېر په ډاګه نهکړ، خو خبریالانو ته یې ویلي،چې دا ازموینه ممکن د توغندیو د لېږد لپاره د فعالیت ارزونه وي.
جاپان هم د شماليکوریا د بالېستیک توغندیو ازموینه تائید کړې ده.
د اټومي وسلو لرونکې شماليکوریا د بالېستیک توغندیو پروګرام د ملګروملتونو د امنیت شورا د پرېکړهلیک له مخې، منع ګرځول شوی، خو په وروستیو کلونو کې پیونګیانګ د ټولو واټن ویشتونکو توغندیو په پراختیا کې مخ پر وړاندې روان دی.



