شنبه, نوومبر 8, 2025
شنبه, نوومبر 8, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ترکمنستان له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې پلانونه اعلان کړي

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي پرون چهارشنبې ترکمنستان د وزیرانو د کابینې مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید میریدوف سره د ټاپي پایپ لاین پروژې د پرمختګ په اړه خبرې کړي دي.

د یاد وزارت د عامه اړیکو مشر ضیا احمد تکل په یوه بیان کې ویلي،چې دا غونډه د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه.

د بیان له مخې میردوف په نژدې راتلونکي کې د ریل پټلۍ، سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې د عملي همکارۍ د پراخولو پلانونه اعلان کړل،خو په بیان کې د دغو پلانونو په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.

ټاپي د ګازو د نللیکې سیمه‌ییزه پروژه ده،چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدوي.

د دې پروژې د کار د پیل تړون په ۲۰۱۶ م کال کې د ترکمنستان، د افغانستان د تېر جمهوريت، پاکستان او هند هېوادونو ترمنځ د ترکمنستان په عشق اباد کې لاسلیک شو.

- Advertisment -spot_img