جمعه, نوومبر 14, 2025
جمعه, نوومبر 14, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

یوناما؛ طالبانو د بنسټيزو ازادیو او ښځو ځپلو ته دوام ورکړی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) تېره اوونۍ «په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه» تازه راپور خپور کړی،چې د ۲۰۲۵ کال له جنورۍ څخه تر مارچ پورې موده یې تر پوښښ لاندې نیولې ده.

په یاد راپور کې د طالبانو له خوا د هېواد پر اوسېدونکو په ځانګړې توګه پر ښځو او نجونو دوامداره محدودیتونو، په جبر د مذهب بدلولو، د وسله‌والو بریدونو لامله د ملکي وګړو مرګ‌ژوبلې او د پخوانیو امنیتي ځواکونو د ربړولو، وژنو او توقیف قضیو ته اشاره شوې ده.

د یوناما موندنې ښيي،چې دا محدودیتونه روغتیايي خدماتو، پلورنځایونو، بازارونو، دولتي ادارو او نورو عامه ځایونو ته ښځې له لاسرسي راګرځوي.

دا موارد په غزني، هرات، بدخشان، کندهار او فراه کې مستند شوي.

دغه راز، طالبانو په بدخشان کې څه باندې ۵۰ اسماعیله مذهبي نارینه مذهب بدلولو ته اړ کړي.

کومو کسانو،چې د مذهب له بدلولو ډډه کړې، شکنجه او وهل ډبول شوي دي.

په راپور کې په غزني کې د طالب محتسبانو شفاهي لارښوونې ته اشاره شوې،چې پر بنسټ یې هغو مېرمنو ته دولتي ادارو ته د ننوتلو یا عامه خدماتو ته د لاسرسي اجازه ورنه کړي،چې محرم ورسره نه وي یا یې د طالبانو پام وړ حجاب نه وي اغوستی.

دغه راز په هرات کې پاشدان بند ته له محرم پرته د مېرمنو پر ننوتلو بندیز، د بدخشان په خواهان ولسوالۍ کې د افغانستان – تاجکستان ترمنځ د پولې ګډ بازار ته د مېرمنو پر ورننوتلو بندیز او په کندهار او فراه کې روغتیايي کلینیکونو ته له محرم پرته د مېرمنو مخنیوی هغه موارد دي،چې د یوناما په راپور کې یې یادونه شوې ده.

د یوناما په راپور کې د کرښې په اوږدو کې د طالب او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښتو ته هم اشاره شوې،چې په پکتیکا او ننګرهار کې د بمبارۍ په ګډون د نښتو په پایله کې ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

پر دې سربېره، له جګړې څخه پاتې شوني چاودېدونکي توکي د ملکي وګړو پر وړاندې جدي ګواښ ګڼل شوی،چې ډېر قربانیان یې ماشومان دي. یوناما په دې برخه کې د مرګ‌ژوبلې ۴۲ پېښې مستندې کړې دي.

- Advertisment -spot_img