پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

غزه کې زرګونه ماشومان خوارځواکه شوي

د اسراییل له لوري غزې ته د بشري مرستو د بندیز له امله زرګونه ماشومان پر خوارځواکۍ اخته شوي، چې ډېر یې د خوړو او درملو د کمښت له امله مړه شوي او د ځینو نورو وضعیت هم نازک ښودل شوی.

د غزې ډاکټران خبرداری ورکوي،چې حتی نوي زېږیدلي روغ ماشومان هم له کمزورۍ سره مخ وي او د شیدو، پروټینو او سبزیجاتو نشتون له امله فلسطیني ماشومان د هاضمې په ګډون د بېلابېلو ناروغیو ښکار شوي دي.

خان یونس کې د ناصر روغتون ډاکټران دغه راز ویلي، نوي زېږیدلي ماشومان له زېږون وروسته ډېر ژر وزن له لاسه ورکوي او کمزوي کېږي.

په غزه کې د خوارځواکۍ د درملنې مرکزونه د تړل کېدو په حالت کې دي. د نږدې ۲۰۰ فعالو مرکزونو نیمایي یې د بمبارۍ، د خلکو د جبري بې‌ځایه کېدو او د سرچینو کمښت له امله تړل شوي. هغه پخلنځي چې د سلګونه زره کسانو د خوړو یوازینۍ سرچینه وه، په پرله پسې ډول تړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسرائيلو له لوري د غزې پولې لا هم تړلې او مرستې د پولو تر شاه درول شوې دي.

د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د لاریونونو سربېره هم اسرائیل د پولو له پرانیستو ډډه کړې او ویلي یې دي چې د لوږې تګلاره د حماس له بنده د اسرائیلیانو د خوشې کولو یوازینۍ لار ده.

- Advertisment -spot_img