پنجشنبه, جنوري 15, 2026
پنجشنبه, جنوري 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فرانسې افغانستان ته یو میلیون یورو مرسته ځانګړې کړې

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې فرانسې د افغانانو د ژوند ښه‌کولو لپاره له افغانستان سره یو میلیون یورو مرسته ځانګړې کړې ده.

ډبلیواف‌پي وایي، دا مرسته به افغانستان کې د څه باندې ۱۰۰۰ کورنیو د مسلکي روزنې، له اقلیمي بدلون سره د مبارزې او له کروندګرو څخه د ملاتړ په برخو کې مصرف شي.

د خوړو نړیوال پروګرام په خپله خبرپاڼه کې د فرانسې له حکومته له افغانستان سره د دې مرستې په خاطر مننه کړې او له افغانانو سره پر همکارۍ یې ټینګار کړی دی.

د ویلو ده چې د خوړو نړیوال پروګرام پرون له افغانستان سره د سویډن د ۲٫۵ میلیونه ډالرو د مرستې خبر ورکړی و او ویلي یې وو،چې د سویډن دا مرسته به له خوارځواکۍ څخه د میندو او ماشومانو د ژغورنې لپاره وکارول شي.

د دې ادارې په تازه خبرپاڼو کې په افغانستان کې د خوارځواکۍ پر پراخېدو جدي اندېښنې ښودل شوې او له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې پر بيړنیو مرستو ټینګار شوی دی.

د خوړو نړیوال پروګرام دا هم ویلي،چې د بودیجې د کمښت له امله ښايي په افغانستان کې خپلې مرستې په بېسارې توګه کمې کړي.

- Advertisment -spot_img