محمودخان اڅکزي، د پاکستان د اپوزیسیون مشر، د پښتونخوا ګوند د مرکزي ولسي غونډې پر مهال په چمن ښار کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د یو بل د خپلواکۍ او ملي حاکمیت د متقابل درناوي پر اهمیت ټینګار وکړ. هغه د افغانستان د خپلواکۍ په اړه د دغه هېواد حساسیت ته په اشارې سره وویل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ شته ستونزې او اختلافات باید د خبرو اترو او متقابل تفاهم له لارې حل شي. اڅکزي همدارنګه د کابل او اسلاماباد ترمنځ د متقابل درناوي او همکارۍ پر بنسټ د اړیکو د پراختیا غوښتنه وکړه.



