جمعه, دسمبر 12, 2025
جمعه, دسمبر 12, 2025
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

«د کال خبریال» جایزې ګټونکي څوک دي؟

د افغانستان د خبریالانو مرکز د «د کال خبریال» د دوولسم پړاو جایزې ګټونکي اعلان کړل.

دا مراسم د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د خبریالانو، رسنیو استازو او نړیوالو سازمانونو د یوې ډلې په شتون کې ترسره شول.

د منصفه پلاوي پر وینا، دا پنځه خبریالان، له راډیو سرحد څخه نسرین سعیدي، د پژواک خبري اژانس څخه محمد یوسف منګل، د تمدون ټلوېزیون څخه عزیزالله وحدت، د افغانستان انټرنشنل ټلوېزیون څخه رامین مظهر او یو ازاد خبریال احسان‌الله کریمي په ګډه د “۱۴۰۳ کال خبریال” جایزې ګټونکي وپېژندل شول.

د افغانستان د خبریالانو مرکز اجرائیوي رییس، احمد قریشي په خپله پرانیستونکې وینا کې ټینګار کړی،چې دا جایزه، معمولاً د کب په ۲۷مه (د ژورنالیستانو ملي ورځ) ورکول کېږي، سږکال د روژې د مبارکې میاشتې له امله وځنډول شوه.

هغه زیاته کړه چې له ۵۰ څخه زیاتو سیمه‌ییزو رسنیو او ځینو نړیوالو رسنیو په سیالۍ کې برخه اخیستې وه.

په هر حال قریشي د طالبانو لخوا لګول شوي سختو محدودیتونو ته اشاره کړې، چې د سیمه‌ییزو خبریالانو لپاره یې د بشري حقونو او حکومتدارۍ په څېر موضوعاتو په اړه د تحقیقاتي راپورونو جوړولو فرصت په جدي توګه محدود کړی دی.

په دې مراسمو کې، په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف‌الله سالارزي، د برېتانیا شارژدافیر او د نړیوالو مطبوعاتو د ازادۍ ایتلاف شریک بنسټ ایښودونکی رابرټ چیټرټن ډیکسن، د خبریالانو د نړیوال فدراسیون څخه پامیلا مونیرر او د قانون او ډیموکراسۍ بنسټ څخه ټوبي منډیل د بیان د آزادۍ پر اهمیت او په افغانستان کې د ازادو رسنیو په رول ټینګار کړی.

د «افغانستان د کال د خبریال» جایزه په ۲۰۱۳ کال کې تاسیس شوه او تر اوسه پورې د بي‌بي‌سي افغانستان، طلوع نیوز، هشت صبح ورځپاڼې، اطلاعات روز، پژواک خبري اژانس، راډیو کلید او رخشانې په څېر رسنیو څخه ۲۲ خبریالانو دا جایزه ترلاسه کړې ده، چې شپږ په کې ښځې وې.

- Advertisment -spot_img